۰

ملګري ملتونه: افغانستان سره مرستو او همکاریو ته دوام ورکوو

چهارشنبه ۱۵ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۶
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ نوي سیاسي مرستیال مارکس پوتزل په تازه څرګندونو کې ویلي چې له ویاړ او هوډ سره افغانستان ته راغلی دی.
ملګري ملتونه: افغانستان سره مرستو او همکاریو ته دوام ورکوو
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ نوي سیاسي مرستیال مارکس پوتزل په تازه څرګندونو کې ویلي چې له ویاړ او هوډ سره افغانستان ته راغلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي پوتزل زیاته کړې، هڅه کوي په دې حساس وخت کې له افغانانو سره خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکړي.

نوموړي زیاته کړې، هڅه یې دا ده چې وکړی شي په دې حساسو شرایطو کې له افغانانو سره مرسته وکړي او د دایمي ثبات د راتګ لپاره کار وکړي.

پوتزل تر دې وړاندې په افغانستان کې د آلمان سفیر او د افغانستان لپاره د آلمان ځانګړی استازی هم و.

هغه په ديپلوماتیکه برخه کې شاوخوا ۲۷ کاله تجربه لري.

په ادبیاتو کې یې تر ماسټرۍ پورې زده کړې کړې دي، په آلماني، دري او انګلیسي ژبو خبرې کولی شي.

هغه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له لوري په افغانستان کې د مرستیال ځانګړی استازی ټاکل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي