۰

د ابن سینا خصوصي موسسې مشر ډاکتر جبارخیل وژل شوی

چهارشنبه ۱۵ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۶
امنیتي چارواکي تاییدوي، چې کابل کې د ابن سینا خصوصي موسسې مشر ډاکتر انورالحق جبارخېل د ناپېژانده کسانو له خوا وژل شوی دی.
د ابن سینا خصوصي موسسې مشر ډاکتر جبارخیل وژل شوی
امنیتي چارواکي تاییدوي، چې کابل کې د ابن سینا خصوصي موسسې مشر ډاکتر انورالحق جبارخېل د ناپېژانده کسانو له خوا وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران نن چهارشنبې د چنګاښ ۱۵ مه رسنیو ته ویلي، چې ډاکتر جبارخېل دوه ورځې مخکې د بګرامیو ولسوالۍ اړوند سید جمال الدین افغان ښارګوټي کې پخپل موټر کې په مرموز ډول وژل شوی دی.

د ځدراڼ په وینا د هغه جسد دوه ورځې مخکې په کابل کې د عدلي طب مسؤلینو ته سپارل شوی وو او تېره ورځ خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

ځدران وايي، تر دا مهاله د ډاکتر جبارخېل د وژل کېدو انګیزه نه ده روښانه شوې، خو امنیتي ځواکونو د هغه د قاتلینو د نیولو په اړڅېړنې پيل کړي دي.

ډاکتر انوارالحق جبارخېل چې ځان فیلسوف معرفي کاوه په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې د جنجالي بحثونو له امله ډیر مشهور شوی وو.
یو شمیر راپورونه وایي، نوموړی په دې وروستیو کې په رواني روغۍ اخته شوی و.

د افغانستان د پخواني حکومت د عامې روغتیا وزارت مرستیال ډاکتر وحید مجروح پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې ښاغلی جبارخېل په دې وروستیو کې په رواني ناروغۍ اخته شوی و.

نوموړي زیاته کړې چې د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو او یوتیبرانو د لیدونکو د زیاتولو په هدف له ډاکتر جبارخېل سره پارونکي مرکې کولې.

وحید مجروح زیاته کړې چې همدې مرکو او بحثونو د هغه ژوند په خطر کې واچوه چې له امله یې ووژل شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي