۰

جوبایډن: د القاعده مشر ایمن الظواهری مو په کابل کې و واژه

سی شنبه ۱۱ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۴۵
د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي، د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د افغانستان پلازمېنه کابل کې د امریکا په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.
جوبایډن: د القاعده مشر ایمن الظواهری مو په کابل کې و واژه
د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي، د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د افغانستان پلازمېنه کابل کې د امریکا په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بایډن پرون دوشنبې د زمري ۱۰ مه ماښام په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې دغه برید د ده په امر تر سره شوی دی.

نوموړي په دغه ویډیويي پیغام کې ویلي« د شنبې په ورځ د متحده ایالتونو پوځ زما په امر په کابل، افغانستان کې یو بریالی هوايي برید تر سره کړ چې په دغه برید کې د القاعدې امیر، ایمن الظواهري ووژل شو.»

د هغه په وینا دقیقې څارنې په نتیجه کې د القاعده د مشر د ځای د معلومولو وروسته، نږدې یوه اونۍ مخکې یې د الظواهري د په نښه کولو وروستۍ منظوري ورکړې ده.

بایډن ویلي، په دغه برید کې د الظواهري د کورنۍ غړي نه دي وژل شوي او ملکي تلفات نه دي پېښ شوي.

د دې برید په اړه بایډن زیاته کړې«عدالت پر ځای شو. که هر څومره وخت تېر شي او که په هر ځای کې پټ شئ، که زموږ خلکو ته خطر پېښ کړئ، متحده ایالات به تاسې پیدا کړي او له منځه یوسي... موږ هیڅکله په شا تګ نه کوو.»".

بایډن ټینګار وکړ چې امریکا به هیڅکله د دې اجازه ورنه کړي چې افغانستان د ترهګرو په پناه ځای بدل شي.

د امریکا ولسمشر ویلي، الظواهري د متحده ایالتونو د ګټو خلاف د ویرې اچونې او د امریکا د وګړو، کارکوونکو او دیپلوماتانو د وژلو هڅه کوله.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي