۰

سعودي عربستان د ایمن الظواهري پر وژل کېدو خوښي ښودلې

سی شنبه ۱۱ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۰۱
سعودي عربستان د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري پر پټنځای د برید هرکلی کړی او د هغه پر وژل کېدو یې خوښي ښودلې ده.
سعودي عربستان د ایمن الظواهري پر وژل کېدو خوښي ښودلې
سعودي عربستان د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري پر پټنځای د برید هرکلی کړی او د هغه پر وژل کېدو یې خوښي ښودلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه پیغام کې د د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کیدو هرکلی کړی دی.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په پیغام کې راغلي، چې الظواهري په امريکا او سعودي کې د ډېرو کسانو د وژل کیدو له عاملانو څخه و.

د امریکا ولسمشر جوبایډن پرون دوشنبې د زمري ۱۰ مه ناوخته اعلان وکړه، چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د امریکايي ځواکونو په یوه برید کې وژل شوی دی.

نوموړي ویلي، امریکايي ځواکونو د افغانستان پلازمېنه کابل کې پر ظواهري برید کړی او هغه یې وژلی دی.

بایډن زیاته کړې، چې د دغه برید امر ده په خپله ورکړی و چې په وینا یې د القاعده د مشر په وژل کېدو سره عدالت تامین شو.

د افغانستان اسلامي امارت په کابل کې د امریکا د ډرون یا بې پیلوټه الوتکې د برید پخلی کړی، خو په دې اړه چې ایمن الظواهري په کې وژل شوی که څنګه څه نه دي ویلي.

د افغانستان اسلامي امارت د امریکا دغه برید په کلکه غندلی او ویاند یې ذبیح الله مجاهد وايي، دا برید د دوحې د هوکړې او ټولو نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی.

ښاغلي مجاهد ویلي دا برید که په هره پلمه شوی وي دافغانستان اسلامي امارت یې په کلکو ټکو غندي او دبین المللي اصولو او ددوحې تړون ښکاره سرغړونه یې بولي.

مجاهد ټینګار کوي، چې ‏دا ډول کړنې د تېرو شلو کلونو د ناکامو تجربو تکرار او د امریکا د متحده ایالاتو، افغانستان او سیمې د ګټو خلاف عمل دی.
د طالبانو د ویاند په وینا، د داسې کړنو تکرار به شته فرصتونو ته زیان واړوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي