۰
امریکا:

ښايي القاعده د الظواهري د غڅ اخستو لپاره امریکایان هدف وګرځوي

چهارشنبه ۱۲ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۱
د امریکا د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري تر وژل کېدو وروسته خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې، چې له ځان سره احتیاط وکړي.
ښايي القاعده د الظواهري د غڅ اخستو لپاره امریکایان هدف وګرځوي
د امریکا د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري تر وژل کېدو وروسته خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې، چې له ځان سره احتیاط وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی، چې القاعده شبکه ښايي د خپل مشر تر وژل کېدو وروسته امریکایان هدف ورګرځوي، نو ځکه باید بهر ته د سفر پر مهال هوښیار اوسي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي د القاعده ملاتړي یا نورې اړوندې ترهګرې ډلې ښايي هڅه وکړي د الظواهري د وژنې غچ کې د امریکا ګټې او وګړي هدف وګرځوي.

امریکا وایي، چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د تېرې یکشنبې زمری ۱۰ مه د افغانستان پلازمېنه کابل کې د دوی د بې پیلوټه الوتکې په برید کې و وژل شو.

د افغانستان اسلامي امارت د امریکا دغه برید تایید او کلک یې غندلی خو وايي په دغه کور کې هېڅوک هم نه و او نه هم د القاعده کوم غړی په افغانستان کې شتون لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي