نوروف:

د افغانستان له لارې پاکستان ته د اورګاډي پټلۍ باید ژر جوړه شي

12 اسد 1401 ساعت 10:11

د ازبکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ولادیمیر نوروف وایي، د افغانستان له لارې پاکستان ته د اورګاډي پټلۍ باید ژر جوړه شي.


د ازبکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ولادیمیر نوروف وایي، د افغانستان له لارې پاکستان ته د اورګاډي پټلۍ باید ژر جوړه شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي نوروف څرګندونې پرون د ترکیې او آذربایجان له چارواکو سره په کتنه کې کړي دي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې دغه پروژه د سیمې لپاره ډېره مهمه ده، نو ځکه باید ژر پیل شي.

د یادونې ده، چې تیره اوونۍ د افغان  حکومت چارواکو تاشکند ته د سفر په ترڅ کې د ازبکستان له چارواکو سره د اورګاډي د دغې پټلۍ د جوړولو په اړه خبرې وکړې.

د اورګاډي د پټلۍ دغه لویه پروژه، د ازبکستان ترمز ښار له مزارشریف، کابل، جلال آباد او پېښور سره نښلوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 153020

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153020/

جمهور
  https://www.jomhornews.com