د ازبکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ولادیمیر نوروف وایي، د افغانستان له لارې پاکستان ته د اورګاډي پټلۍ باید ژر جوړه شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي نوروف څرګندونې پرون د ترکیې او آذربایجان له چارواکو سره په کتنه کې کړي دي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې دغه پروژه د سیمې لپاره ډېره مهمه ده، نو ځکه باید ژر پیل شي.
د یادونې ده، چې تیره اوونۍ د افغان حکومت چارواکو تاشکند ته د سفر په ترڅ کې د ازبکستان له چارواکو سره د اورګاډي د دغې پټلۍ د جوړولو په اړه خبرې وکړې.
د اورګاډي د پټلۍ دغه لویه پروژه، د ازبکستان ترمز ښار له مزارشریف، کابل، جلال آباد او پېښور سره نښلوي.
جمهورخبري آژانس:کابل