د کجکي، کمال خان او شاوعروس بندونو پاتې کارونه پیل شوي

12 اسد 1401 ساعت 13:05

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په هلمند کې د کجکي، په نیمروز کې د کمال خان او په کابل کې د شاوعروس بندودونو نیمګړې رغنیزې چارې بیا پیل شوې دي.


د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په هلمند کې د کجکي، په نیمروز کې د کمال خان او په کابل کې د شاوعروس بندودونو نیمګړې رغنیزې چارې بیا پیل شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اوبو چارو مرستیال مجیب‌الرحمن عمر د دې وزارت په یوې خبري ناسته کې وویل، چې په پکتیا کې د لسو سترو او کوچنیو بندونه سروې پیل شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې په زابل کې به د توري بند رغنیزې چار هم پیل شي.

د هغه په وینا د کجکي بند دویمې برخې بشپړول د دې وزارت له سترو لاسته راوړونو څخه بلل کېږي.

عمر دغه راز وویل، له ایران سره د ۱۳۵۱ اوبو تړون د ښه پلي کېدو په موخه یې له ایراني چارواکو سره دوه ځله ناستې تر سره کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 153032

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153032/

جمهور
  https://www.jomhornews.com