د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په هلمند کې د کجکي، په نیمروز کې د کمال خان او په کابل کې د شاوعروس بندودونو نیمګړې رغنیزې چارې بیا پیل شوې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اوبو چارو مرستیال مجیبالرحمن عمر د دې وزارت په یوې خبري ناسته کې وویل، چې په پکتیا کې د لسو سترو او کوچنیو بندونه سروې پیل شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې په زابل کې به د توري بند رغنیزې چار هم پیل شي.
د هغه په وینا د کجکي بند دویمې برخې بشپړول د دې وزارت له سترو لاسته راوړونو څخه بلل کېږي.
عمر دغه راز وویل، له ایران سره د ۱۳۵۱ اوبو تړون د ښه پلي کېدو په موخه یې له ایراني چارواکو سره دوه ځله ناستې تر سره کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل