۰
د پاکستان سفیر:

کابل کې ورک شوی پاکستانی خبریال خوندي ځای کې دی

شنبی ۱۵ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۳
کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان ویلي، په کابل کې لا درکه شوی پاکستاني خبریال انس مالک په خوندي ځای کې دی.
کابل کې ورک شوی پاکستانی خبریال خوندي ځای کې دی
کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان ویلي، په کابل کې لا درکه شوی پاکستاني خبریال انس مالک په خوندي ځای کې دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د تېرې پنشنبې په ورځ یو شمېر پاکستاني خبریالانو خبر ورکړی و، چې د اویان ورځپاڼې خبریال انس مالک په کابل کې ورک شوی دی.

د پاکستاني خبریالانو تر دغه ټوېټونو وروسته کابل کې پاکستاني سفیر منصور احمد خان لیکلي، چې له انس مالک سره په اړیکه کې دی او هغه خوندي ځای کې دی.

ښاغلي منصور خان لیکلي چې له انس مالک سره یې په ټیلفون خبرې کړي او هغه اوس مهال خوندي دی.

یو شمېر پاکستاني خبریالانو په ټویټر لیکلي و چې (اویان ورځپانۍ) خبریال انس مالک د پنجشنبې ورځې راهیسې لا درکه شوی او هیڅوک یې په اړه معلومات نه لري.

دغه خبریال له هغې وروسته چې امریکا په کابل کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري وواژه د راپور جوړونې لپاره افغانستان ته تللی و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي