۰

حامد کرزی: د نجونو ښوونځي د پاکستان په لارښوونه بند شوي

شنبی ۱۵ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۰
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په تازه څرګندونو کې ویلي، په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو د اسلام د احکامو پر اساس نه، بلکې د ګاونډي هېواد پاکستان په امر تړل شوي دي.
حامد کرزی: د نجونو ښوونځي د پاکستان په لارښوونه بند شوي
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په تازه څرګندونو کې ویلي، په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو د اسلام د احکامو پر اساس نه، بلکې د ګاونډي هېواد پاکستان په امر تړل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي دغه څرګندونې د المان شپیګل مجلې سره پرون جمعه د زمري ۱۴ مه (اګست ۵) په یوه مرکه کې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې،له زده کړو د نجونو محرومیت د یوه منزوي افغانستان په مانا دی، چې نه شي کولی په خپلو پښو ودرېږي.

دی وايي، ښوونځي د اسلامي احکامو پر اساس نه بلکې، د پاکستان په امر تړل شوي، ځکه د پاکستان موخه یو کمزروی، بې دفاع او فقیر افغانستان دی، تر څو پاکستان ته ترې هېڅ ګواښ متوجه نه شي.

پخواني ولسمشر ټنیګار کړي، چې طالبان نه شي کولی د تېرو ۲۰ کلونو لاس ته راوڼې د افغانستان له خلکو واخلي.

حامد کرزي په ورته وخت کې دا هم ویلي، چې ځینې طالب مشران هم غواړي، چې د نجونو ښوونځي پرانستل شي.

ښاغلي کرزي زیاته کړې، که طالبان د نړیوالې ټولنې له خوا د رسمیت پېژندلو په لټه کې وي، باید د بشري حقونو په برخه کې پرمختګونه ولري.

پخواني ولسمشر له طالبانو غوښتي، چې مخکني دولت او پوځ په اړه د عفوې فرمان عملي کړي او قدرت ته د رسېدو لپاره داخلي مبارزې پای ته ورسوي، ځکه په وینا یې له دې پرته نه پرمختګ امکان لري او نه سوله.

اسلامي امارت تر اوسه د ښاغلي کرزي خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې په وار وار ویلي، چې دوی د نجونو د زده کړو مخالف نه دي او د شرایطو له برابرولو وروسته به د نجونو ښوونځي پرانستل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي