د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د هېواد سویل ته د سفر په لړ کې هلمند ولایت ته رسېدلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلي حقاني نن شنبې د زمري ۱۵ مه هلمند ولایت ته ولاړ.
سرچینې زیاته کړې، چې ښاغلی حقاني به هلمند کې له ځايي ملکي او امنیتي چارواکو، قومي مخورو او مشرانو سره پرلپسې لیده کاته او خبرې اترې ولري.
د یادونې ده، چې ښاغلی حقاني پرون کندهار ولایت ته تللی و او د اسلامي امارت د یوه مشهور قوماندان پیرآغا فاتحه یې وکړه.
ښاغلي حقاني تر دې وړاندې، پکتیا، خوست او ځینو نورو ولایتونو ته هم سفرونه کړي وو.
جمهور خبري آژانس:کابل