۰

متحده عربي امارتو ۱۰ افغان بندیان خوشي کړي

شنبی ۱۵ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۵۸
افغان حکومت وايي، د متحده عربي اماراتو حکومت لس تنه افغان بندیان خوشې کړي دي.
متحده عربي امارتو ۱۰ افغان بندیان خوشي کړي
افغان حکومت وايي، د متحده عربي اماراتو حکومت لس تنه افغان بندیان خوشې کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ریاست الوزرا د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برارد سکرتر عبدالله عزام پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې یاد افغانان له ازادېدو وروسته نن شنبې د زمري ۱۵ مه  کابل ته راولېږدول شول.

نوموړي زیاته کړې، په نږدې راتلونکي کې به هلته نور بندي افغانان هم خوشې شي.

عزام وايي، تېره میاشت کله چې ملا عبدالغني برادر د متحده عربي اماراتو د ولسمشر د مړینې له امله د هغه د فاتحې په مراسمو کې د ګډون لپاره ابو ظبۍ ته تللی و، نو د دغه هېواد له مسوولینو سره یې د افغان بندیانو پرخوشي کولو خبرې کړې وې.

دی زیاتوي، چې د اماراتو حکومت د افغان بندیانو له خوشي کولو سره موافقه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي