د بندیزونو له امله افغانستان د برېښنا پورونه نه شي‌ ورکولی

16 اسد 1401 ساعت 8:13

نړیوالې رسنۍ وایي، د امریکا د بندیزونو له امله افغانستان له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.


نړیوالې رسنۍ وایي، د امریکا د بندیزونو له امله افغانستان له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د سرچینې زیاتوي، دغه بندیزونو د افغانستان د انرژۍ پر وارداتو هم منفي اغېز کړی دی او افغانستان دمګړی د خپلې برېښنا پورونه نه شي ورکولی.

د نړیوالو رسنیو په راپورونو کې راغلي، سره له دې چې افغانستان د ازبکستان د برېښنا پور ورکړی دی خو لا هم د تاجکستان پورونه پر ځای دي.

سرچینې زیاته کړې، افغانستان دمګړی شاوخوا سل میلیونه ډالر د برېښنا له درکه د ګاونډیو هېوادونو پوروړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت ويلي، ډېره برخه پورونه یې خلاص کړي دي او د پاتې پورونو د خلاصولو لپاره هم هلې ځلې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 153128

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153128/

جمهور
  https://www.jomhornews.com