نړیوالې رسنۍ وایي، د امریکا د بندیزونو له امله افغانستان له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سرچینې زیاتوي، دغه بندیزونو د افغانستان د انرژۍ پر وارداتو هم منفي اغېز کړی دی او افغانستان دمګړی د خپلې برېښنا پورونه نه شي ورکولی.
د نړیوالو رسنیو په راپورونو کې راغلي، سره له دې چې افغانستان د ازبکستان د برېښنا پور ورکړی دی خو لا هم د تاجکستان پورونه پر ځای دي.
سرچینې زیاته کړې، افغانستان دمګړی شاوخوا سل میلیونه ډالر د برېښنا له درکه د ګاونډیو هېوادونو پوروړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت ويلي، ډېره برخه پورونه یې خلاص کړي دي او د پاتې پورونو د خلاصولو لپاره هم هلې ځلې کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل