د افغانستان دفاع وزارت یو ځل بیا له تاجکستان او ازبکستان څخه د تېر جمهوري نظام د نسکورېدو پر مهال دې هېوادونو ته د افغانستان وړل شویو چورلکو د ورکړې غوښتنه وکړه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت وايي، تاجکستان او ازبکستان دې د افغانستان وراړول شوې چورلکې د اسلامي امارت سرپرست حکومت ته وسپاري.
د دغه وزارت ویاند عنایت خوارزمي ویلي، دې هېوادونو ته وړل شوې چورلکې د افغانستان پانګه ده او هېڅوک یې د ګرځولو حق نه لري.
نوموړي زیاته کړې، په دې برخه کې د دوی جدي هڅې دوام لري ترڅو د افغانستان دغه وړل شوې پانګه بېرته هیواد ته راوګرځول شي.
د یادونې ده، چې د تېر جمهوري نظام تر نسکورېدو وروسته د ملي دفاع وزارت اړوند یو شمېر جورلکې تاجکستان هېواد ته یوړل شوې او وروسته امریکا اعلان وکړ چې دغه چورلکې اوسني سرپرست حکومت ته نه ورکوي.
د تېر نظام له نسکورېدو سره سم، د افغانستان څه باندې ۴۰ چورلکې تاجکستان او ازبکستان ته ولېږدول شوې.
جمهورخبري آژانس:کابل