د روغتیا نړیوالې ادارې په افغانستان کې د ډول ډول ناروغیو پر خپرېدو اندېښنه ښوودلې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې په یوه راپور کې ویلي، په افغانستان کې په وروستیو کې ګڼې ناروغۍ خپرې شوې دي او دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده.
د سرچینې په وینا د سرخکانو ناروغي، کانګو تبه او ډېنګي تبې هغه ناروغۍ دي چې په افغانستان کې خپرې شوي دي او ساري دي.
په راپور کې ویل شوي، سره له دې چې د افغانستان روغتیايي سیستم له ګڼو ستونزو سره مخ دی، نو ددغه ډول ناروغیو پراختیا او د ظرفیتونو نشتون به وضعیت تر دې هم ترینګلی کړي.
د روغتیا نړیوالې ادارې ژمنه کړې چې دوی تر خپلې وسې د افغانستان له روغتیایي برخې سره مرسته کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل