۰

ملا یقعوب د چین له ځانګړي استازي سره پر ځینو مسایلو خبرې کړې

چهارشنبه ۱۹ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۱
د ملي دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یوشیایونګ سره کتلي دي.
ملا یقعوب د چین له ځانګړي استازي سره پر ځینو مسایلو خبرې کړې
د ملي دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یوشیایونګ سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت په یوه ټوېټ کې ویلي، چې دغه لیدنه پرون سه شنبه د زمري ۱۸ مه د ښاغلي مجاهد دفتر کې شوې ده.

د سرچینې په وینا په دې کتنه کې لومړی د ملي دفاع وزارت سرپرست د وروستیو زلزلو له قربانیانو سره د چين هېواد له مرستو څخه مننه وکړه.

دفاع وزارت وايي، دواړو لوريو د اقتصادي مسايلو او په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخيزو همکاريو پر لا زياتو لارو چارو خبرې وکړې.

سرچینه زیاتوي، د ملي دفاع وزارت سرپرست په هېواد کې د پانګونې په برخه کې چینايي لوري ته د اسانتیاوو او همکاريو ډاډ ورکړ.

د یادونې ده، چې د چین استازي له دې وړاندې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره هم لیدلي اودواړو لورو د اقتصادي او دوه اړخیزه اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي