د افغانستان بانک ويلي، د نویو بانک نوټونو د چاپ لپاره د یو شمېر هېوادونو او د پیسو د چاپ له دفترونو سره تخنیکي هوکړې ته رسېدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان بانک مسوولینو د دولتي چارواکو د حساب ورکولو په بهیر کې په ډاګه کړې، د افغانۍ د ارزښت د ثبات ساتل، د سوداګریزو بانکونو د فعالیتونو ساتل او دوام، د بانکي خدمتونو وړاندې کول، د بهرنیو راکړو ورکړو آسانتیاوې او د نویو سیستمونو رامنځته کول په تېر کال کې د افغانستان بانک لاسته راوړنې دي.
د دغه بانک چارواکي وايي، سولیدليو بانکنوټونه راټول او له منځه وړي او د یو شمېر هېوادونو سره د بانک نوټونو او پیسو د چاپولو تخنیکي هوکړې ته رسیدلي دي.
د دې بانک چارواکو زیاته کړې، د افغانستان د اسعارو د زېرمو د خلاصون لپاره له اړوند خواوو سره څو کورنۍ او بهرنۍ ناستې شوي او پر تخنیکي مسایلو یې بحثونه کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل