چین: د افغانستان د اقتصادي بحران لامل امریکا ده

22 اسد 1401 ساعت 11:00

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي د افغانستان بانک د اوه میلیارد ډالره شتمنۍ کنګل کېدل د دې هېواد د اقتصادي بحران په پراخولو کې منفي رول لري.


د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي د افغانستان بانک د اوه میلیارد ډالره شتمنۍ کنګل کېدل د دې هېواد د اقتصادي بحران په پراخولو کې منفي رول لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دې وزارت ویاند وانګ وین بین په یوه خبري غونډه کې ویلي، امریکا د افغانستان بانک دا شتمني له توجیه پرته وېشلې دي.

د یادونې ده، چې نږدې یو کال مخکې چې اسلامي امارت بیا واک ته ورسېد، امریکا د افغانستان څه باندې اوه میلیارد ډالره شتمني کنګل کړه.

د امریکا ولسمشر جو بایډن تېر کال په یوه فرمان کې امر وکړ چې د افغانستان د دې شتمنۍ نیمايي دې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو د کورنیو او پاتې دې د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو لپاره ځانګړې شي.

خو د تېرې اونۍ په اوږدو کې د نړۍ له اویا زیاتو اقتصادي متخصصانو په یو لیک کې د امریکا له ولسمشر او د خزانې له وزیر څخه وغوښتل چې دا شتمني دې افغانستان ته وسپاري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 153280

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153280/

جمهور
  https://www.jomhornews.com