د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي د افغانستان بانک د اوه میلیارد ډالره شتمنۍ کنګل کېدل د دې هېواد د اقتصادي بحران په پراخولو کې منفي رول لري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دې وزارت ویاند وانګ وین بین په یوه خبري غونډه کې ویلي، امریکا د افغانستان بانک دا شتمني له توجیه پرته وېشلې دي.
د یادونې ده، چې نږدې یو کال مخکې چې اسلامي امارت بیا واک ته ورسېد، امریکا د افغانستان څه باندې اوه میلیارد ډالره شتمني کنګل کړه.
د امریکا ولسمشر جو بایډن تېر کال په یوه فرمان کې امر وکړ چې د افغانستان د دې شتمنۍ نیمايي دې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو د کورنیو او پاتې دې د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو لپاره ځانګړې شي.
خو د تېرې اونۍ په اوږدو کې د نړۍ له اویا زیاتو اقتصادي متخصصانو په یو لیک کې د امریکا له ولسمشر او د خزانې له وزیر څخه وغوښتل چې دا شتمني دې افغانستان ته وسپاري.
جمهورخبري آژانس:کابل