۰

د برېتانیا دفاع وزیر: موږ په افغانستان کې ماتې وخوړه

شنبی ۲۲ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۴۸
د برېټانیا د دفاع وزیر بین والیس اعتراف کړی چې په افغانستان کې د دوی تېر شل کلن ماموریت ناکام پای ته ورسېد.
د برېتانیا دفاع وزیر: موږ په افغانستان کې ماتې وخوړه
د برېټانیا د دفاع وزیر بین والیس اعتراف کړی چې په افغانستان کې د دوی تېر شل کلن ماموریت ناکام پای ته ورسېد.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې والیس له ډیلي میل ورځپاڼې سره په تازه مرکه کې ویلي، دوی داسې یو افغانستان تر شاه پرې ‌نښود، د کوم لپاره چې کلونه مبارزه او قربانۍ ورکړل شوې.

نوموړي زیاته کړې، په افغانستان کې د تېرو شل کلونو پر مهال د لویدیځ پوځي ماموریت چې د سلګونو سرتېرو د وژل کېدو په بیه تمام شو خو بيا هم ناکام و.

ده ویلي«موږ د سمو اهدافو لپاره هلته (افغانستان) ته تللي و او ۲۰ کاله هلته وو، امنیت، اقتصادي پراختیا، ښوونه او روزنه او نور کارونه مو کړل، خو ماتې مو وخوړه.»

د برېټانیا د دفاع وزیر زیاته کړې، تاریخ دا ښودلې وه چې له افغانستانه د لوېدیځ له وتو وروسته به، دا هېواد یو ځل بیا خپل تېر حالت ته ور وګرځي.د والیس په خبره، موږ خلک (افغانان) یوازې پرېښودل، افغانستان مو طالبانو ته په لاس ورکړ او د دې کار لامل دا و چې لوېدیځ واقعا نه غوښتل، هلته (افغانستان) کې پاتې شي.

بین والیس په خپله مرکه کې له لوېدیځوالو دا پوښتنه هم مطرح کړې، که یې نه غوښتل چې هلته( افغانستان) کې پاتې شي، بیا ولې تلل؟

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي