په ۲۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو اټکل شوی

22 اسد 1401 ساعت 15:56

د افغانستان د هواپېژندنې ادارې اټکل کړی، چې نن او سبا به د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې سخت بارانونه، تالند، سېلابونه او لنډمهالي چټک بادونه وي.


د افغانستان د هواپېژندنې ادارې اټکل کړی، چې نن او سبا به د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې سخت بارانونه، تالند، سېلابونه او لنډمهالي چټک بادونه وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې بدخشان، نورستان، کنر، لغمان، ننگرهار، پنجشیر، کاپیسا، پروان، بغلان، کابل، بامیان، ډایکندی، وردګ، لوگر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزنی، زابل، ارزگان او کندهار هغه ولایتونو دي، چې د ورښت او سېلابونو رامنځ ته کېدو امکان په کې شته دی.

د سرچینې په وینا په دغه ولایتونو کې به د ورښت کچه په بیلابیلو نقاطو کې (۱۰نه تر ۴۰ ) ملی مترو پوری اټکل وي.
 
دغه راز یادې ادارې ویلي، په هرات،‌ فراه،‌ او نیمروز ولایتونو کي چتک بادنو او دوړی شته چې د باد سرعت کچه یی په بیلابیلو نقاطوکې (۲۰ نه تر ۸۰) کیلومتر په ساعت اټکل کیږی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 153292

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153292/

جمهور
  https://www.jomhornews.com