د افغانستان د هواپېژندنې ادارې اټکل کړی، چې نن او سبا به د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې سخت بارانونه، تالند، سېلابونه او لنډمهالي چټک بادونه وي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بدخشان، نورستان، کنر، لغمان، ننگرهار، پنجشیر، کاپیسا، پروان، بغلان، کابل، بامیان، ډایکندی، وردګ، لوگر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزنی، زابل، ارزگان او کندهار هغه ولایتونو دي، چې د ورښت او سېلابونو رامنځ ته کېدو امکان په کې شته دی.
د سرچینې په وینا په دغه ولایتونو کې به د ورښت کچه په بیلابیلو نقاطو کې (۱۰نه تر ۴۰ ) ملی مترو پوری اټکل وي.
دغه راز یادې ادارې ویلي، په هرات، فراه، او نیمروز ولایتونو کي چتک بادنو او دوړی شته چې د باد سرعت کچه یی په بیلابیلو نقاطوکې (۲۰ نه تر ۸۰) کیلومتر په ساعت اټکل کیږی.
جمهورخبري آژانس:کابل