د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د سرپرست وزیر نورلادین عزیزي په مشرۍ یو پلاوی روسیې ته تللی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلي عزیري او ورسره پلاوی پرون شنبې د زمري ۲۲ مه مسکو ته تللي دي.
سرچینې زیاته کړې، د دې پلاوي د سفر هدف د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا ده، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
روسیې که څه هم تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو په تېر یوه کال کې یې د طالبانو له حکومت سره نږدې اړیکې پاللي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل