۰

ایران: افغانانو ته د وېزو د ورکړې برخه کې اسانتیاوې برابرو

دوشنبه ۲۴ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۷
د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستیال وايي، وروسته له دې به په افغانستان کې د ایران ټولې قونسلګرۍ اړمنو افغانانو ته ویزې په عاجل ډول اجراء کوي.
ایران: افغانانو ته د وېزو د ورکړې برخه کې اسانتیاوې برابرو
د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستیال وايي، وروسته له دې به په افغانستان کې د ایران ټولې قونسلګرۍ اړمنو افغانانو ته ویزې په عاجل ډول اجراء کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو مرستیال علي رضاء بیګدلي او په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان کتلي دي.

په دغه ناسته کې په ایران کې د افغان سوداګرو، کارګرو او افغان کډوالو لپاره په قونسلي خدماتو کې د اسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې شوې دي.

بېګدلي څرګنده کړې چې له دې وروسته به په افغانستان کې د ایران ټولې قونسلګرۍ اړتیا لرونکو افغانانو ته ویزې په عاجل ډول اجراء کوي چې دا کار به ایران ته د افغانانو د ناقانونه تګ په مخنیوي کې مرسته وکړي او په تګ راتګ کې به اسانتیا رامنځته شي.

په دې کتنه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له ایراني پلاوي غوښتي چې د ویزو د ورکړې ترڅنګ له افغان سوداګرو، کارګرو او کډوالو سره د کارموندنې په برخه کې هم پراختیا راولي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي