کرزی: لور مې له ښوونځي محرومېدو ته نېږدې ده

25 اسد 1401 ساعت 11:01

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په تازه څرګندونو کې ویلي، چې لور یې له ښوونځي محرومېدو ته نېږدې ده.


پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په تازه څرګندونو کې ویلي، چې لور یې له ښوونځي محرومېدو ته نېږدې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي له دویچې ویلې سره په مرکه کې ویلي، دا چې طالبانو له شپږم پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکوي، نو ځکه د دغه لور هم نېږدې ده، چې له زده کړو محرومه شي.

د هغه په وینا د ده لس کلنه لور، ملاله له شپږم ټولګي څخه فارغېدو ته نږدې ده او له شپږم پورته به درس نه شي ویلی.

ښاغلی کرزی دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې اسلامي امارت په وار وار ویلي دوی د زده کړو مخالف نه دي او هڅه کوي، چې له شپږم پورته هم نجونو ته د زده کړو زمینه برابره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 153384

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153384/

جمهور
  https://www.jomhornews.com