۰

کرزی: لور مې له ښوونځي محرومېدو ته نېږدې ده

سی شنبه ۲۵ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۰۱
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په تازه څرګندونو کې ویلي، چې لور یې له ښوونځي محرومېدو ته نېږدې ده.
کرزی: لور مې له ښوونځي محرومېدو ته نېږدې ده
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په تازه څرګندونو کې ویلي، چې لور یې له ښوونځي محرومېدو ته نېږدې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي له دویچې ویلې سره په مرکه کې ویلي، دا چې طالبانو له شپږم پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکوي، نو ځکه د دغه لور هم نېږدې ده، چې له زده کړو محرومه شي.

د هغه په وینا د ده لس کلنه لور، ملاله له شپږم ټولګي څخه فارغېدو ته نږدې ده او له شپږم پورته به درس نه شي ویلی.

ښاغلی کرزی دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې اسلامي امارت په وار وار ویلي دوی د زده کړو مخالف نه دي او هڅه کوي، چې له شپږم پورته هم نجونو ته د زده کړو زمینه برابره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي