زابل کې له ۶ زره داخلي کډوالو سره مرسته وشوه

26 اسد 1401 ساعت 10:19

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، زابل کې له شپږ زره داخلي بې ځایه شیو کسانو سره مرسته وکړه.


د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، زابل کې له شپږ زره داخلي بې ځایه شیو کسانو سره مرسته وکړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه مرسته روانه اوونۍ د زابل ولایت مرکز کلات ښار ته په خپله خوښه ستانه شويو کسانو سره د بیا ادغام ملاتړ پروګرام له لارې شوې.

یونیسف په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا چې بې‌ځایه شوي کسان خپلو اصلي مېنو ته ستنېدل غوره ګڼي، د UNHCR له خوا یې ارزونه کېږي چې د سرپناه په برخه کې څه مرسته ورسره وشي.

سرچینې زیاته کړې، د بېلابېلو افتونو له کبله یو نیم ميلیون افغانان دا مهال له خپلو مېنو بې‌ځایه دي او درې نیم ميلیون نور د شخړو له کبله بې‌ځایه شوي دي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 153415

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153415/

جمهور
  https://www.jomhornews.com