د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، زابل کې له شپږ زره داخلي بې ځایه شیو کسانو سره مرسته وکړه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه مرسته روانه اوونۍ د زابل ولایت مرکز کلات ښار ته په خپله خوښه ستانه شويو کسانو سره د بیا ادغام ملاتړ پروګرام له لارې شوې.
یونیسف په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا چې بېځایه شوي کسان خپلو اصلي مېنو ته ستنېدل غوره ګڼي، د UNHCR له خوا یې ارزونه کېږي چې د سرپناه په برخه کې څه مرسته ورسره وشي.
سرچینې زیاته کړې، د بېلابېلو افتونو له کبله یو نیم ميلیون افغانان دا مهال له خپلو مېنو بېځایه دي او درې نیم ميلیون نور د شخړو له کبله بېځایه شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل