امریکا: افغانستان کې د ۷ میلیارد ډالرو وسلې رانه پاتې دي

26 اسد 1401 ساعت 11:04

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وایي، په افغانستان کې یې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت وسلې او تجهیزات پاتې دي.


د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وایي، په افغانستان کې یې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت وسلې او تجهیزات پاتې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پنټاګون په تازه څرګندونو کې ویلي، په دې وسلو او مهماتو کې موټرونه، ټانکونه او الوتکې هم شاملې دي.

امریکايي چارواکي زیاتوي،  تر ۳۰۰ زره ډېر یوازې ټوپک او نورې لاسي وسلې له پخواني حکومت اوسني حکومت ته پاتې دي.

د امریکا ددفاع وزارت وايي، د هوایي ځواک تجهیزات هم په افغانستان کې پاتې دي او په خبره یې د پاتې وسلو او مهماتو لوړه برخه یې د امریکا تخنیکي همکاریو ته اړتیا لري چې اوس دا لړۍ ختمه شوې ده او دا چې تر کومه به کارنده وي معلومات نشته دي.

امریکا تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت وسلې او مهمات یې په افغانستان کې پاتې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 153421

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153421/

جمهور
  https://www.jomhornews.com