۰

امریکا: افغانستان کې د ۷ میلیارد ډالرو وسلې رانه پاتې دي

چهارشنبه ۲۶ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۰۴
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وایي، په افغانستان کې یې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت وسلې او تجهیزات پاتې دي.
امریکا: افغانستان کې د ۷ میلیارد ډالرو وسلې رانه پاتې دي
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وایي، په افغانستان کې یې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت وسلې او تجهیزات پاتې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پنټاګون په تازه څرګندونو کې ویلي، په دې وسلو او مهماتو کې موټرونه، ټانکونه او الوتکې هم شاملې دي.

امریکايي چارواکي زیاتوي،  تر ۳۰۰ زره ډېر یوازې ټوپک او نورې لاسي وسلې له پخواني حکومت اوسني حکومت ته پاتې دي.

د امریکا ددفاع وزارت وايي، د هوایي ځواک تجهیزات هم په افغانستان کې پاتې دي او په خبره یې د پاتې وسلو او مهماتو لوړه برخه یې د امریکا تخنیکي همکاریو ته اړتیا لري چې اوس دا لړۍ ختمه شوې ده او دا چې تر کومه به کارنده وي معلومات نشته دي.

امریکا تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت وسلې او مهمات یې په افغانستان کې پاتې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي