اسلامي امارت نن په کندهار کې یوه ستره غونډه رابللې ده

27 اسد 1401 ساعت 10:42

د افغانستان د اسلامي امارت د حکومت په ملاتړ نن پنشنبې د زمري ۲۷ مه د کندهار په تاریخي ښار کې یوه ستره غونډه جوړېدونکې ده.


د افغانستان د اسلامي امارت د حکومت په ملاتړ نن پنشنبې د زمري ۲۷ مه د کندهار په تاریخي ښار کې یوه ستره غونډه جوړېدونکې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه غونډې ته زرګونه قومي مشران، دیني عالمان، طالب چارواکي، ځینې پخواني چارواکي او فرهنګیان وربلل شوي دي.

ویل کېږي د غونډې د ګډونوالو شمېر به زرګونه تنه وي او په کې به د افغانستان د عمومي مسائلو په اړه په کې خبرې اترې او بحثونه وشي.
 
که څه هم د دغه غونډې د جوړېدو او اجنډا په اړه کره جزیات نه دي ورکړل شوي، خو ځینې طالب چارواکي وايي، ښايي یوه تر ټولو مهمه موضوع یې هم له شپږم پورته د نجونو د زده کړو په اړه وي.
 
د طالبانو حکومت په ملاتړ ياده غونډه داسي مهال جوړيږي چې د يو کال په تيرېدو سره د هغوى حکومت په رسميت نه دى پيژندل شوی.

ښځو او نجونو ته د زده کړو او کار حقوق ورکول، ټول شموله حکومت جوړول او له تروريستي ډلو سره اړيکې قطعه کول د نړيوالې ټولنې لخوا د طالبانو حکومت په رسميت پيژندلو له اساسي شرطونو څخه دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 153455

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153455/

جمهور
  https://www.jomhornews.com