د بشري حقونو د څار اداره:

د جرمونو نړیواله محکمه دې خپلې پرېکړې نه ځنډوي

22 سنبله 1401 ساعت 8:49

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې د جرمونو پر نړیواله اداره غږ کړی، چې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د کړیو جنایتونو په اړه پرېکړې دې نه ځنډوي.


د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې د جرمونو پر نړیواله اداره غږ کړی، چې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د کړیو جنایتونو په اړه پرېکړې دې نه ځنډوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ادارې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، په افغانستان کې په تېرو شلو کلونو کې لسګونه جنګي جنایتونه ترسره شوي دي او د دې وخت دی چې عدالت تامین شي.

په اعلامیه کې ویل شوي، د جرمونو نړیوالې محکمې له کلونو راهیسې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو پر پلټنه کار کړی دی او اوس د دې وخت دی چې خپلې پرېکړې اعلان کړي.

دغه اداره وایي، څومره چې د پرېکړو په اعلان کې ځنډ راځي له یوې خوا د دې محکمې پر کار شکونه زیاتېږي او له بلې خوا د جنایتونو له دوام سره مرسته کوي، نو له همدې امله د جرمونو نړیوالې محکمې ته په کار ده چې خپلې پرېکړې اعلان کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 154287

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154287/

جمهور
  https://www.jomhornews.com