۱
د بشري حقونو د څار اداره:

د جرمونو نړیواله محکمه دې خپلې پرېکړې نه ځنډوي

سی شنبه ۲۲ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۴۹
د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې د جرمونو پر نړیواله اداره غږ کړی، چې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د کړیو جنایتونو په اړه پرېکړې دې نه ځنډوي.
د جرمونو نړیواله محکمه دې خپلې پرېکړې نه ځنډوي
د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې د جرمونو پر نړیواله اداره غږ کړی، چې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د کړیو جنایتونو په اړه پرېکړې دې نه ځنډوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، په افغانستان کې په تېرو شلو کلونو کې لسګونه جنګي جنایتونه ترسره شوي دي او د دې وخت دی چې عدالت تامین شي.

په اعلامیه کې ویل شوي، د جرمونو نړیوالې محکمې له کلونو راهیسې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو پر پلټنه کار کړی دی او اوس د دې وخت دی چې خپلې پرېکړې اعلان کړي.

دغه اداره وایي، څومره چې د پرېکړو په اعلان کې ځنډ راځي له یوې خوا د دې محکمې پر کار شکونه زیاتېږي او له بلې خوا د جنایتونو له دوام سره مرسته کوي، نو له همدې امله د جرمونو نړیوالې محکمې ته په کار ده چې خپلې پرېکړې اعلان کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي