۰

کابل کې د جمعې لمانځه پر مهال چاودنې ۴۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

شنبی ۲ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۰۶:۵۳
امنیتي چارواکي تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د پرونۍ چاودنې مرګ ژوبله ۴۸ تنو ته رسېدلې، چې ټول ولسي وګړي دي.
کابل کې د جمعې لمانځه پر مهال چاودنې ۴۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
امنیتي چارواکي تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د پرونۍ چاودنې مرګ ژوبله ۴۸ تنو ته رسېدلې، چې ټول ولسي وګړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون د کابل ښار تر ټولو امن سیمه وزیر اکبرخان کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې خلک د جمعې له لمانځه وروسته د کورنو په لور روان وو.

د عیني شاهدانو په وینا چاودنه د وزیر اکبرخان جامع جومات سره نېږدې په عمومي سړک رامنځ ته شوه، چې د ماشومانو په ګډون ګڼو ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، په دغه چاودنه کې د ۷ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۴۱ نور ټپیان شوي دي.

ځدراڼ زیاتوي، چې چاودېدونکي توکي په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي و، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

په ورته وخت کې عیني شاهدان وايي، چاودنه موټر بم وه او په یوه هایلکس موټر کې رامنځ ته شوه.

اسلامي امارت دغه چاودنه په کلکو ټوکو غندلې ده.

د افغان حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، په مساجدو بریدونه او لمونځ کوونکي هدف ګرځول ستر او نه بښونکی جنایت دی.

نوموړي زیاته کړې، ملت باید دنظام سره په ملاتړ لاهم د داسې جنایتکارانو په نیولو اوځالو له منځه وړلو کې ستره ونډه واخلي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې پنشنبې په ورځ هم د کابل ښار  د دریمې امنیتي حوزې اړوند برېښنا شرکت ته څېرمه د یوه ګاز بالون د چاودنې له امله کابو ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي