جرمنی له افغانستان د تخلیې ماموریت په اړه څېړنه پیل کړې

2 میزان 1401 ساعت 7:07

د جرمني پارلمان له افغانستان څخه په ۲۰۲۱ کال کې د وتلو د عملیاتو په اړه څېړنه پیل کړې ده.


د جرمني پارلمان له افغانستان څخه په ۲۰۲۱ کال کې د وتلو د عملیاتو په اړه څېړنه پیل کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د جرمني رسنیو ویلي، د دغه هېواد یوه پارلماني کمېټه په دې اړه څېړنه کوي چې، ولې ډېری هغه افغانان چې له جرمني سره یې کار کړی، له افغانستانه نه دي ایستل شوي او د اسلامي امارت له خوا له خطر سره مخامخ دي.

د جون په میاشت کې راپور ورکړل شوی و چې، شاوخوا ۱۲۰۰۰ افغانان چې له جرمني څخه یې د کډوالۍ د غوښتنلیکونو د منلو ژمنه ترلاسه کړې، هغه هېواد ته د تللو په تمه دي.

دغه راز يو شمېر افغان پناه غوښتونکي چې د جرمني د حکومت له ‌خوا ورسره همکاري نه کېده، بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 154598

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154598/

جمهور
  https://www.jomhornews.com