۰

امریکا له افغانستان سره د ۳۲۷ میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ

شنبی ۲ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۰۷:۱۱
د امريکا حکومت افغانستان سره د بشري مرستو د لړۍ په دوام کې د ۳۲۷ ميليونه ډالرو نورې مرستې اعلان کړی دی.
امریکا له افغانستان سره د ۳۲۷ میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ
د امريکا حکومت افغانستان سره د بشري مرستو د لړۍ په دوام کې د ۳۲۷ ميليونه ډالرو نورې مرستې اعلان کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امريکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له يادو پیسو ۱۱۹ میلیونه ډالره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اړونده د نفوسو، کډوالو او بې ځایه شویو ادارو او ۲۰۸ ميليونه ډالره یې د نړیوالې پرمختيايي ادارې لخوا ورکول کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، له کله راهیسې چې په افغانستان کې نوی سرپرست حکومت رامنځته شوی امریکا تر اوسه ۱،۱ میلیارده ډالرو مرسته کړې ده.

امریکا ویلي چې له افغانانو سره د مرستو په تړاو په خپلو ژمنه ولاړه ده او له نورو هېوادونو یې هم غوښتي دي چې بشري مرستو ته ادامه وركړي.

سرچینې زیاته کړې، له دې مرستو څخه به اړمنو خلکو ته نغدې پیسې ورکول کېږي، دغه راز په روغتيا، راستنیدونکو خلکو او نورو برخو کې لګول کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي