کاناډا وايي، دې هېواد ته د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې وروسته، ۲۰ زره افغان کډوال ور رسېدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کاناډا د دولت په یوه خبرپاڼه کې، دې هېواد ته د ۴۰ زره افغان کډوالو د لېږد پروسې په بشپړېدو هم ټینګار شوی.
خبرپاڼه کې لیکل شوي، دوی خپل هېواد ته د ورغلو افغانانو له ورتګ هرکلی کوي او تازه په یوې چارټر الوتکه کې له متحدهعربي اماراتو هم ۳۳۷ تنه ور رسېدلي دي.
په ورته وخت کې د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو په خپله ټویټرپاڼه خپل هېواد ته تازه لېږدول شویو افغان کډوالو ته هرکلی ویلی او زیاته کړې یې ده، چې کاناډا ته به د ۴۰ زره افغانانو د لېږد په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، یو شمېر افغانان چې کاناډا ته د تلو په شرایطو برابر دي او اوس مهال په درېیمو هېوادونو کې اوسېږي، د خپل بېبرخلیکه وضعیت په اړه اندېښمن دي.
جمهورخبري آژانس:کابل