۰

متقي: ځینې استخباراتي کړۍ هڅه کوي افغانستان منزوي کړي

شنبی ۲ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۴
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وايي، د افغانستان دښمنان او ځينې ستخبارات هڅه کوي، چې افغانستان منزوي کړي، خو په وینا یې دې ارمان ته به ونه رسېږي.
متقي: ځینې استخباراتي کړۍ هڅه کوي افغانستان منزوي کړي
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وايي، د افغانستان دښمنان او ځينې ستخبارات هڅه کوي، چې افغانستان منزوي کړي، خو په وینا یې دې ارمان ته به ونه رسېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي متقي دغه څرګندونې نن شنبې د تلې ۲ مه کابل کې د رسنیو په مرکز کې د یوې غوندې پر مهال وکړې.

نوموړي زیاته کړې، له هغې ورځې چې امارت واک ته رسېدل په ټول هېواد کې امنیت ټینګ شوي، اداري فساد له منځه تللی او د اقتصادي پیاوړتیا لپاره بنسټیز کارونه پیل شوي، خو نړیوال پر ځای د دې، چې د نوي افغان حکومت د هڅو ستاینه وکړي او تعامل ورسره وکړي، په تخریب یې لاس پورې کړی دی.

ښاغلي متقي د بلګې په ډول و ویل، اوسني نظام ۸ سوه زره مامورینو ته له خپلې بودیجې معاش ورکوي، د قوشتېپې کانال پروزه چې زرګوونه کسان او سلګونه کمپنۍ په کې کار کوي پیل شوې، د افغانۍ ارزښت یې ساتلی، سرتاسري امنیت یې ټینګ کړی، خو بیا هم نړیوال له افغانستان سره تعامل نه کوي، چې دا یې یو ښکاره ظلم دی.

ده زیاته کړه، چې همدا اوس افغانستان په امنیتي او اقتصادي لحاظ تر ځینو ګاونډیو او سیمې هېوادونو چې جګړې په کې تېرې شوې په خورا ښه امنیتي او اقتصادي وضعیت کې دی.

ښاغلي متقي و ویل، چې اسلامي امارت پر دې لاس ته راوڼو بسنه نه کوي، بلکې سره له دې، چې ډېرې نیمګړتیاوې لري خو بیا هم هڅه کوي، چې له نړۍ سره رغنده تعامل ولري او خپله هېواد په خپلو پښو ودروي.

د هغه په وینا دا د اسلامي امارت یوه لویه لاس ته راوڼه ده، چې افغانستان یې عمل د مرکزي آسیا په څلور لاري بدل کړی او په دې برخه کې لا هم هڅې روانې دي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ټینګار وکړ، چې نړیوال او ځینې غربي رسنۍ د دې پر ځای چې د اسلامي امارت دا دومره لویې لاس ته راوړنې یاد کړي، پر ځای یې یوه ډېره کوچینۍ موضوع په شپو او ورځو د خپلو خبرونو سرټکي جوړ کړي وي.

خو په ورته وخت کې یې دا هم و ویل، چې ځینې استخباراتي کړۍ او ځینې هېوادونه لا هم هڅه کوي، چې افغانستان منزوي کړي، خو په وینا یې دوی به هېچا ته اجازه ورنه کړی، چې افغانستان دغه حالت ته ورسوي.

ده و ویل«ځینو استخباراتي کړیو هڅې پیل کړې، چې افغانستان نړیوالو ته د ترهګرو مرکز معرفي کړي، دوی ځکه دا کار کوي، چې یو پر خپلو پښو ولاړ افغانستان نه غواړي.»

ښاغلي متقي یو ځل بیا پر نړیوالو غږ وکړ، چې بې ثبات افغانستان نه د ګاونډیو، نه د سیمې او نه هم د نړیوالو په ګټه دی، بلکې د ټولو ګټه د افغانستان په امنیت، ثبات او اقتصادي پیاوړتیا کې ده.

نوموړي زیاته کړې همدې ته په کتو ګاونډیو، د سیمې او نړۍ هېوادونو ته بویه چې له افغانستان سره نېک او پر دوه اړخیز درناوي ولاړ تعامل او اړیکې خپلې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت به هېڅ چا ته اجازه ورنه کړی، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي