۰

بایډن افغانستان د غیرناټو متحدینو له لېست نه وایست

شنبی ۲ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۲۳
د امریکا ولسمشر جوبایډن د غیر ناټو عمده متحد په توګه د افغانستان عضویت پای ته ورساوه.
بایډن افغانستان د غیرناټو متحدینو له لېست نه وایست
د امریکا ولسمشر جوبایډن د غیر ناټو عمده متحد په توګه د افغانستان عضویت پای ته ورساوه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سپینې ماڼۍ پرون ناوخته د امریکا د ولسمشر هغه لیک خپور کړ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته یې استولی.

بایډن په دې لیک کې هغو واکونو ته په کتو چې د امریکا د اساسي قانون له ‌مخې د یوه ولسمشر په توګه ورته ورکړل شوي، د غیر ناټو د عمده متحده په توګه د افغانستان عضویت پای ته رسولی دی.

امریکا په ۲۰۱۲ کال کې افغانستان د غیر ناټو عمده متحد په توګه ونوماوه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د دفاعي او اقتصادي اړیکو د ساتلو لپاره لاره هواره کړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي