۰
حامد کرزی:

د ترهګرو ځالې په افغانستان کې نه بلکې په پاکستان کې دي

شنبی ۲ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۰۶
د افغانستان پخوانی ولسمشرحامد کرزی د ملگرو ملتونو په عمومي اسمبلې کې د پاکستان د صدراعظم ښاغلي شهباز شریف څرگندونې چې گواکي تروریستي ډلې په افغانستان کې مرکزونه او فعالیت لري نا سمې او له واقعیته لرې بللې دي.
د ترهګرو ځالې په افغانستان کې نه بلکې په پاکستان کې دي
د افغانستان پخوانی ولسمشرحامد کرزی د ملگرو ملتونو په عمومي اسمبلې کې د پاکستان د صدراعظم ښاغلي شهباز شریف څرگندونې چې گواکي تروریستي ډلې په افغانستان کې مرکزونه او فعالیت لري نا سمې او له واقعیته لرې بللې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې حامد کرزی زیاتوي چې د کلونو کلونو پېښو دا ثابته کړې چې د مسئلې حقیقت کاملاً برعکس دی.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان د تروریزم قرباني دی او د تروریستي ډلو ځالې له لسیزو راهيسې تر ننه پورې په پاکستان کې دي او د پاکستان د حکومت تر مستقیم حمایت لاندې له هغه ځایه د افغانستان په خلاف استعمالېږي.
 
ښاغلي کرزي د پاکستان حکومت ته توصیه کوي چې د افغانستان پر خلاف له نا سمو تبلیغاتو لاس واخلي او برعکس د یو نېک گاونډي په توگه د دواړو هېوادونو ترمنځ د حسنه او متمدنو روابطو د ایجاد لپاره کوښښ وکړي.

د یادونې ده، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو ۷۷ مه عمومي غونډه کې ادعا کړې چې ترهګرۍ ډلې افغانستان کې فعالیت لري او دوی د نړۍ سره په ګډه په دې برخه کې اندېښنه لري.

که څه هم افغان حکومت تر اوسه په دې اړه کوم مستقیم غبرګون نه دی ښودلی، خو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوی امیرخان متقي نن په یوه غونډه کې و ویل، ځینې استخباراتي کړۍ هڅه کوي، افغانستان نړیوالو ته د ترهګرۍ مرکز معرفي کړي.

د هغه په وینا دغه استخباراتي کړۍ هڅه کوي، چې په دې سره افغانستان منزوي کړي، خو وايي، دغه کړۍ به خپل ارمان ته ونه رسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي