په کابل هوايي ډګر کې د قطر ماموریت پای ته ورسېده

3 میزان 1401 ساعت 6:13

په کابل کې د قطر سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې په کابل هوايي ډګر کې د دوی تخنیکي ټیم خپل فعالیتونه پای ته ورسېدل.


په کابل کې د قطر سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې په کابل هوايي ډګر کې د دوی تخنیکي ټیم خپل فعالیتونه پای ته ورسېدل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې اعلاميه کې ویل شوي چې د قطر تخنیکي ټیم په نړیوالو معیارونو سره د کابل هوايي ډګر یو ځل بیا فعاله کړی، چې له امله یې د افغانستان ولس ته بشري او انکشافي مرستې ورسېدې.

سرچینې زیاته کړې، هېواد به یې د افغان ولس تر څنګ ولاړ وي.

د یادونې ده، چې واک ته د اسلامي امارت د بیا رسېدو او امریکایانو د وتلو پر مهال د کابل هوايي ډګر ډېری برخې د ویجاړې کړې وې او ټول سیسټمونه یې لمنځه وړل وو، چې بیا د قطر په تخنیکي مرسته د کابل هوايي ډګر فعاله شو.

د افغانستان د ترانسپورټ وزارت یوه چارواکي ویلي، له دې وروسته به د افغانستان هوايي ډګرونه د مرستو پر اساس نه بلکې د قراردادونو لمخې اداره کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 154627

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154627/

جمهور
  https://www.jomhornews.com