په کابل کې د قطر سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې په کابل هوايي ډګر کې د دوی تخنیکي ټیم خپل فعالیتونه پای ته ورسېدل.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اعلاميه کې ویل شوي چې د قطر تخنیکي ټیم په نړیوالو معیارونو سره د کابل هوايي ډګر یو ځل بیا فعاله کړی، چې له امله یې د افغانستان ولس ته بشري او انکشافي مرستې ورسېدې.
سرچینې زیاته کړې، هېواد به یې د افغان ولس تر څنګ ولاړ وي.
د یادونې ده، چې واک ته د اسلامي امارت د بیا رسېدو او امریکایانو د وتلو پر مهال د کابل هوايي ډګر ډېری برخې د ویجاړې کړې وې او ټول سیسټمونه یې لمنځه وړل وو، چې بیا د قطر په تخنیکي مرسته د کابل هوايي ډګر فعاله شو.
د افغانستان د ترانسپورټ وزارت یوه چارواکي ویلي، له دې وروسته به د افغانستان هوايي ډګرونه د مرستو پر اساس نه بلکې د قراردادونو لمخې اداره کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل