ملګرو ملتونو افغانستان سره د امریکا د تازه مرستې هرکلی وکړ

3 میزان 1401 ساعت 11:01

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي ماموریت یا یوناما مرستیال د امریکا د تازه بشري مرستې هرکلی وکړ.


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي ماموریت یا یوناما مرستیال د امریکا د تازه بشري مرستې هرکلی وکړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې رامز الاکبروف پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې د ملګرو ملتونو د افغانستان څانګه او اوچا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سخاوتمندانه مرستې منندوی دي.

نوموړي ویلي، دغه مرستې به په افغانستان کې د خلکو د اساسي اړتیاوو پوره کولو او د ژوند ژغورنې پر چارو ولګول شي.

د یادونې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوه ورځې وړاندې ویلي و، دوی په افغانستان کې د خلکو د بشري اړتیاوو پوره کولو لپاره د نږدې ۳۲۷ ملیون ډالرو په ارزښت اضافي بشري مرسته برابروي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 154640

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154640/

جمهور
  https://www.jomhornews.com