۰
مولوي عبدالکبیر سوداګرو ته!

له وېرې پرته پانګونه وکړۍ، د سر او مال ساتنه مو کوو

یکشنبه ۳ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۰۵
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د جلغوزیو اتحادیې له غړو سره کتلي او له هغوی یې غوښتي، چې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي.
له وېرې پرته پانګونه وکړۍ، د سر او مال ساتنه مو کوو
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د جلغوزیو اتحادیې له غړو سره کتلي او له هغوی یې غوښتي، چې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دې لیدنه کې د جلغوزیو اتحادیې رییس دلدار ځدراڼ ویلي، سږ کال د افغانستان د جلغوزیو په صادراتو کې ډېروالی راغلی او له په ټول هېواد کې د جلغوزیو سپینولو او پروسس ۳۴ فابریکې فعالې دي.

ځدراڼ او د يادې اتحادیې غړو په بېلابېلو برخو کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه هم له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.

په ورته وخت کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په هېواد کې د سوداګرو پر شتون خوښي ښودلې او ویلي یې دي، د هېواد له ټولو ملي سوداګرو سره همکار دی او پرې غږ کوي چې پرته له کومې وېرې او ستونزې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

مولوي عبدالکبیر د سوداګرو پر وړاندې د شته ستونزو د حل ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت د سوداګرو د سر او مال د ساتلو لپاره هڅې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي