د سکانو او هندوانو یوه ۵۵ کسیزه ډله له هېواده و وتله

4 میزان 1401 ساعت 6:06

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د سېکانو او اهل هنودو یوې ۵۵ کسیزې ډلې افغانستان پرېښود او په یوه چارټر شوې الوتکه کې نوي ډیلي ته ورسېدل.


د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د سېکانو او اهل هنودو یوې ۵۵ کسیزې ډلې افغانستان پرېښود او په یوه چارټر شوې الوتکه کې نوي ډیلي ته ورسېدل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې انډیا ټوډې ورځپاڼې ویلي، دغه ډله چې ۳۸ لویان او ۱۷ ماشومان پکې شامل دي، پرون د اندرا ګاندي نړیوال هوايي ډګر کې ته ورسېدل.

د راپور له مخې، په جون میاشت کې د کابل په کارته پروان کې د سېکانو او اهل هنودو پر درمسال تر برید وروسته شاوخوا ۶۸ تنه سېکان او اهل هنود له افغانستان څخه وتلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 154650

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154650/

جمهور
  https://www.jomhornews.com