د پاکستان د پوځ یوه چورلکه نسکوره شوې، شپږ پوځیان وژل شوي

4 میزان 1401 ساعت 9:37

د پاکستان پوځ تایید کړې، چې د دوی یوه پوځي چورلکه بلوچستان ایالت کې نسکوره شوې او شپږ تنه په کې وژل شوي دي.


د پاکستان پوځ تایید کړې، چې د دوی یوه پوځي چورلکه بلوچستان ایالت کې نسکوره شوې او شپږ تنه په کې وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه چورلکه  تېره شپه د ماموریت پر مهال د بلوچستان ایالت په هرنايي سیمه کې نسکوره شوې ده.

اعلامیه وایي، په دغه پېښه کې دوه پیلوټان او څلور نوره امله وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ په دې اړه چې چورلکه د تخنیکي ستونزو له امله نسکوره شوې او که ویشتل شوې ده، جزیات نه دي ورکړي.

د دغه پېښې مسوولیت هم تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی خو بلوچستان کې بلوچ آزادي غوښتونکي فعال دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 154661

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154661/

جمهور
  https://www.jomhornews.com