۰

بلوڅ آزادي غوښتونکي: د پاکستان د پوځ چورلکه موږ نسکوره کړه

دوشنبه ۴ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۵۰
د بلوڅ آزادي غوښتونکي غورځنګ ویلی، چې د پاکستان د پوځ چورلکه د دوی جنګیالیو وېشتې او را نسکوره کړې ده.
بلوڅ آزادي غوښتونکي: د پاکستان د پوځ چورلکه موږ نسکوره کړه
د بلوڅ آزادي غوښتونکي غورځنګ ویلی، چې د پاکستان د پوځ چورلکه د دوی جنګیالیو وېشتې او را نسکوره کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بي اېل اې په یوه خبره پاڼه کې ویلي، د هرنايي په زردالو سیمه کې د دوی جنګیالیو یو لړ عملیات درلودل او دوه پاکستاني سرتېري یې ژوندي ونیول.

د سرچینې په وینا د سرتېرو تر نیولو وروسته د پاکستان د پوځ یوه چورلکه د دغه سرتېري د خلاصون لپاره سیمې ته ورغله، چې د جنیګالیو له خوا راوغورځول شوه.

د بلوڅ آزادي غوښتونکي غورځنګ ویاند جیان بلوڅ وايي، دا چورلکه یې د خوست په هرنايي کې را نسکوره کړې او په کې سپاره ټول شپږ کسان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ هم تایید کړې، چې په هرنايي سیمه کې یې یوه چورلکه د پوځي ماموریت پر مهال نسکوره شوې ده.

پوځ ویلي، په دغه پېښه کې دوه پیلوټان او څلور نور پوځیان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ دا نه دي ویلي، چې دا چورلکه ویشتل شوې او که د تخنیکي ستونزو له امله غورځېدلې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي