۰

امریکا او پاکستان بیا پر افغانستان غږېدلي دي

سی شنبه ۵ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۰۷:۰۵
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن خپل پاکستاني سیال سره د افغانستان او سیمې پر وروستیو حالاتو خبر کړې دي.
امریکا او پاکستان بیا پر افغانستان غږېدلي دي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن خپل پاکستاني سیال سره د افغانستان او سیمې پر وروستیو حالاتو خبر کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، بلېنکن د پاکستان د بهرنیوم چارو وزیر بلاول بوټو زرداري او ورسره مل پلاوي سره لیدلي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لورو د پاکستان پر سېلابونو، د سیمې او په ځانګړې توګه د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې کړې دي.

تر یادې لیدنې وروسته له زرداري سره په یوه ګډه خبري غونډه کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلېنکن ویلي چې دوو لسیزو پورې د امریکا او پاکستان یوه ګډه موخه دا وه چې افغانستان کې سوله رامنځته شي.

نوموړې زیاته کړې، دوی په ګډه اوس هم د یوه باثباته افغانستان غوښتونکي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر پاکستان سره د خوړو امنیت برخه کې د لس میلیونه ډالرو نورې مرستې اعلان هم وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي